چین او روسیه وايي، کابل کې یې سفارتونه خلاص دي

26 اسد 1400 ساعت 9:20

که څه هم چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې کابل کې خپل سفارتونه تړلي، چین او روسیې اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي.‌


که څه هم چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې کابل کې خپل سفارتونه تړلي، چین او روسیې اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي.‌

د جمهور آژانس د خبر له مخې  چین په افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې په خپلو ځایونو کې دې پاتې شي، خو ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې بېلابېلو خواو سره یې د خپلو وګړو امنیت د اړه خبرې کړې دي.

په ورته وخت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم  پرون دولتي رسنیو ته وویل چې کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري.

د امریکا په شمول ځینې هېوادونه بیا وايي، دوی دا مهال خپل سفارتونه بګرام هوايي اډې ته لېږدولي او که حالت عادي شي بېرته به خپل کار پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com