امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه وړاندې کړې دي

26 اسد 1400 ساعت 9:25

امریکا وايي، یوازې په هغه صورت کې د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژني چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعده شبکې په شان د سخت دریزو ډلو سره اړیکې پرې کړي.


امریکا وايي، یوازې په هغه صورت کې د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژني چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعده شبکې په شان د سخت دریزو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د هر ډول حکومت سره د امریکا اړیکې د دې حکومت د کړونو سره تړلې دي.

دی وايي، امریکا له هغه افغان حکومت سره کار کولی شي، چې د خلکو د اساسي حقونو ملاتړ وکړي، ترهګرو ته ځای ورنه کړي، د خپلو میرمنو او نجونو او ولس اساسي حقونه خوندي کاندي.

امریکا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو تر اوسه د نوي حکومت په اړه څه نه دي ویلي او په دې اړه یې خبرې له وخته وړاندې بللې دي.

په ورته وخت کې روسیې هم ویلي، په کابل کې د طالبانو سره تر کتلو وروسته او دا چې دا ډله څه ډول حکومت په نظر کې لري، پدې هکله د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به مسکو پریکړه وکړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنې که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141757

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141757/

جمهور
  https://www.jomhornews.com