۰

له افغانستان د امریکايي دیپلوماتانو د وتلو پروسه بشپړه شوې

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له افغانستان د خپلو ديپلوماتانو او سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه کړې ده.
له افغانستان د امریکايي دیپلوماتانو د وتلو پروسه بشپړه شوې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له افغانستان د خپلو ديپلوماتانو او سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس یوه ډله ديپلوماتان لا هم په افغانستان کې حضور لري.

د سرچینې په خبره دغه ديپلوماتان به امریکايي اتباعو او پاتې وګړو په ایستلو کې مرسته کوي.

امریکايي حکومت دغه راز ویلي، چې تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه دی کړی او نه هم په دې اړه بېړه لري.

سرچینه زیاتوي، چې دوی د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو کړنو ته په کتو به پرېکړه کوي.

بل لورته د فرانسې خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، که چیرې امریکا ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان کې خوندي دی نو د اګست له ۳۱ مې وروسته به هم خپل دیپلوماتیک فعالیت ته دوام ورکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو رئیس هم ویلي چې اروپایي اتحادیه چمتو ده طالبانو سره ګډ کار وکړي، خو په دې شرط چې د ټولو په خوښه ټولشموله حکومت جوړ، مدني آزادۍ، د ښځو او بشر حقونو ته پکې درناوی خوندي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي