د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې قوماندان کابل ته راغلی

27 اسد 1400 ساعت 10:04

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال فرانک مکنزي چې کابل کې د امریکايي ځواکونو مسوول هم دی کابل ته راغلی دی.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال فرانک مکنزي چې کابل کې د امریکايي ځواکونو مسوول هم دی کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مکنزي پرون سه شنبې د زمري ۲۶ مه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

نوموړي ویلي، دوحه کې یې له طالبانو مشرانو سره د کابل څخه د امریکایانو د وتلو په اړه خبرې کړې او توافق ته رسېدلی دي، چې د وتلو پروسه په چټکۍ روانه ده.

دی وايي، طالبانو ته یې ویلي، چې پام یې وي، د وتلو پر مهال کوم خنډ جوړ نه کړي او ورته څرګنده یې کړه، چې پر امریکايي ځواکونو برید به سخت غبرګون ولري.

جنرال مکنزی زیاته کړې، د غیر نظامي امریکایانو او د دوی د شریکانو امنیت ورته لومړیتوب لري او د ایستلو لپاره به یې ګټور ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، هغه غیرنظامي کسانو ته چې کابل هوایي ډګر ته له افغانستان څخه د وتلو په موخه ورځ اجازه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 141786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com