د کابل لپاره د طالبانو سرپرست والي عبدالرحمن منصور له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، فضل الهادي مسلم یار او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي منصور او افغان سیاسیونو لیدنه نن شنبې د زمري ۳۰ مه د ښاغلي کرزي په کور کې لیدلي دي.
د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله وايي، دغه لیدنه کې یې د امنیت په تامین، د خلکو د ځان، مال ابرو او عزت په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
دی زیاتوي، طالبانو ته یې ویلي، چې د کابل ښاریان باید خپل عادي ژوند ته راوګرځي او هغوی ته د ځان او مال د خوندیتوب ډاډ باید ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې ښاغلي منصور ډاډ ورکړ، چې د کابل د خلکو د امنیت لپاره به هېڅ راز درېغه ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل