۰

ناټو: سترګې مو طالبانو ته دي، دوی باید تشدد بند او ټولو حقونو ته درناوی وکړي

شنبی ۳۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۱
د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر کنفرانس وورسته ویلي، طالبان باید تشدد سمدستي بند او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
ناټو: سترګې مو طالبانو ته دي، دوی باید تشدد بند او ټولو حقونو ته درناوی وکړي
د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر کنفرانس وورسته ویلي، طالبان باید تشدد سمدستي بند او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون جمعه د زمري ۲۹ مه د ویډیويي کفنرانس له لارې خبرې وکړې.

د دوی د خبرو او غونډې لومړیتوب له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو پر وتلو بحث و، چې غواړي له دې هېواده ووځي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د غونډې په پای کې یوه خبري کنفرانس ته و ویل، چې له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی د ایستلو عملیات لومړیتوب لري.

دی وايي، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو او زیاته یې کړه، د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې اوس مهال په کابل کې واکمن دي.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې تشدد سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو، که ښځې دي که نارینه یا ماشومان، اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ اسلام اباد ته د افغانستان د سیاسي تنظیمي مشرانو د سفر او د افغانستان په راتلونکي کې د پاکستان د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اسلام اباد د هڅو نتیجه باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي.

دی وايي، هغه څه چې اوس مهم دي دا دي چې په کابل کې هر نوی جوړېدونکی حکومت باید ټول شموله وي او هرڅه چې له دې بهیر سره مرسته کولای شي مهم دي.

سټولټنبرګ په کابل کې د نوي حکومت په جوړولو کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، پاکستان په دې برخه کې ځانګړی مسوولیت لري، ځکه د ده په وینا هم د افغانستان ګاونډی دی او هم له طالبانو سره ښه اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، پاکستان باید دا یقیني کړي چې افغانستان به له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي.

سټولټنبرګ وویل، د ناټو د غړو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه بله غوښتنه دا ده چې باید افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

دی زیاتوي، د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ناټو به تروریستي ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ وکړي.

نوموړي ویلي، ناټو له افغانستانه د وتلو په خطرونو پوهېده، خو د ده په وینا د افغانستان د سیاسي او پوځي مشرتابه او د افغان پوځي ځواکونو د سقوط اټکل یې نه و، کړی.

د ناټو عمومي منشي وايي، خورا زیات درسونه شته چې ناټو یې باید د افغانستان له قضیې زده کړي او زیاته یې کړه چې دی په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه یوه هراړخیزه ارزونه پام کې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي