پوتین:

نړیواله ټولنه باید ومني، چې طالبان د افغانستان ډېره برخه کنټرولوي

30 اسد 1400 ساعت 14:18

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، نړیواله ټولنه باید دې حقیقت ته غاړه کېږدي، چې طالبان د افغانستان پر ډېره برخه کنټرول لري.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، نړیواله ټولنه باید دې حقیقت ته غاړه کېږدي، چې طالبان د افغانستان پر ډېره برخه کنټرول لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې پرون د جرمني له لومړۍ وزیر انګیلا مېرکل سره تر کتنې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې له مېرمن مېرکل سره یې د خبرو یوه مهمه موضوع د افغانستان پر وضعیت بحث و.

پوتین ویلي، بهرني ځواکونه په بشپړه توګه افغان کلتور او دودونه له پامه غورځوي او هڅه کوي چې افغانستان ته بهرني ارزښتونه ورکړي او خبرداری یې ورکړ، چې دا ډول کړنې باید ودرول شي.
د روسیې زیاته کړه، چې طالبان دا مهال د افغانستان ډیره برخه کنترولوي او نړیواله ټولنه باید له دې واقعیت څخه مخ وا نه ړوي.

نوموړي دې ته په اشارې، چې طالبانو اعلان وکړ چې پوځي عملیات پای ته رسېدلي او ژمنه یې کړې چې د خپلو اتباعو او بهرنیانو د حقونو ساتنه به کوي، روسیه به دا نور هم څاري.

د روسیې ولسمشر پوتین اعتراف وکړ چې روسیه په افغانستان پوهیږي او له بهر څخه د افغانستان د زورولو کومه هڅه بې معنی ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141839

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141839/

جمهور
  https://www.jomhornews.com