د ډلیز امنیت سازمان د تړون غړي هېوادونه پر افغانستان غونډه کوي

31 اسد 1400 ساعت 9:01

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په پام د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په پام د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین پرون شنبې د زمري ۳۰ مه مسکو کې د قزاقستان له ولسمشر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې ده.

نوموړي ویلي، په اوس وخت کې امنیت تر ټولو مهمه موضوع ده، په تېره بیا هغو پېښو ته په پام چې په افغانستان کې پښېږي.

د روسیې ولسمشر وايي، تمه لري د راتلونکې سه شنبې په ورځ د ډلیز امنیت د سازمان د تړون په انلاین غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

ده ویلي«د سه شنبې په ورځ په انلاین غونډه کې راټولېږو، هغه کارونه سرته وروسوو چې د سپټمبر په نیمايي کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې پلان شوي دي.»

په ورته وخت کرملین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر پوتین له خپل ترک ساري رجب طیب اردوغان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او دواړو مشرانو د افغانستان په اړه د دوه اړخیزې همغږۍ پر پیاوړتیا موافقه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141858

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com