سرګي لاوروف له قریشي سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

31 اسد 1400 ساعت 11:50

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني خبرو کې دواړه د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي او افغانستان کې یې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار کړی دی.

لاوروف او قریشي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت جوړ او دغه راز ثبات او د قانون حاکمیت ټینګ شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغانستان د وضعیت په اړه غږېدلی وو.
  
قریشي له لاوروف سره پر داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي، چې ویل کېږي ښايي قریشي نن کابل ته راشي او دلته له طالب مشرانو او افغان سیاسیونو سره خبرې اترې وکړي.

نوموړي پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي و، چې دوی په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت غواړي او په دې برخه کې به همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com