۰
جواد ظریف:

د کابل هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډي د امریکا پلان شوی کار دی

دوشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۰
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ادعا کړې، چې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډي د امریکا پلان شوی کار دی.
د کابل هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډي د امریکا پلان شوی کار دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ادعا کړې، چې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډي د امریکا پلان شوی کار دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ظریف له خپل جاپاني سیال موته‌ګي توشیمیتسو سره تر خبرو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه د کابل هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډۍ ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د اوسني بحران لامل امریکا ده.

جواد ظریف ادعا کړې، چې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګدوډي خپله د امریکا پلان شوی کار دی.

نوموړي دغه راز لیکلي چې له خپل جاپاني سیال سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکو ګامونو هم خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو یوه چارواکي امیرخان متقي هم ویلي، چې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ګډوډي د امریکا د ناکامۍ له امله ده.

امیر خان متقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، امریکا د خپل ټول قوت او امکاناتو سره په هوایي ډګر کې د نظم په راوستلو کې ناکامه شوې.

ښاغلی متقي وايي، د هوایي ډګر پرته په ټول هیواد کې سوله او آرامي ده.

د یادونې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د سختې ګډوډۍ له امله اووه کسان تر پښو لاندي شوي او مړه شوي دي.

له هغې وروسته چې کابل طالبانو ونیوه لسګونه زره کسان هڅه کوي، چې له هېواد څخه ووځي، چې یو شمېر یې وتلي هم دي، خو لسګونه زره نور لا پاتې دي.

په دې کې داسې کسان هم شته چې هېڅ ډول اسناد او ان د افغانستان تذکره هم لا نه لري، خو له هېواده د وتلو هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي