د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې منلې، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا ماتې د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی.
نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او دې ماتې په نړیواله کچه د امریکا باور او اعتبار ختم کړی دی.
پمپیو وايي، د دې بې اعتبارۍ د ختمولو لپاره امریکا باید په نړیواله کچه ډېر څه جبران کړي او ډېرې هڅې وکړي.
دی زیاتوي، دمګړی امریکا د نړیوالو پر وړاندې کوم اعتبار نه لري او نه هم نړیوال دې ته تیار دي چې په نږدې وختونو کې پر امریکا باور او تکیه وکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او د دې ماتې مسوولین یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او محمد اشرف غني بللي وو.
ټرمپ دا هم ویلي و، چې دې ماتې د امریکا باور دومره ټیټ کړی، چې نور به هېڅوک هم ترې ونه ډار شي.
جمهورخبري آژانس:کابل