د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

2 سنبله 1400 ساعت 7:54

راپورنه وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پام کې لري، چې د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.


راپورنه وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پام کې لري، چې د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غونډې جوړېدو کره نېټه نه ده معلومه خو موخه یې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ارزول دي.

راپورنه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د څرنګوالي لپاره یوه طرحه جوړېږي او دغه راز ښایي یو پلاوی جوړ شي چې هغه به د افغانستان وضعیت څاري.

دوی همدا راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مستقیمه څارنه ولري.

د بشري حقونو شورا وایي، د جګړو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو او اقلیتونو د حقونو د نقض احتمال شته دی.

خو طالبانو بیا ډاډ ورکړی چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com