۰

له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ سیالۍ وځنډېدې

سی شنبه ۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
ټاکل شوې وه، چې راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه سیالۍ وشي، خو اوس دا لوبې بل کار ته ځنډول شوې دي.
له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ سیالۍ وځنډېدې
ټاکل شوې وه، چې راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه سیالۍ وشي، خو اوس دا لوبې بل کار ته ځنډول شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې د افغانستان د کرکټ بورډ د ادارې په غوښتنه بل کار ته ځنډول شوې او د پاکستان کرکټ بورډ هم منلې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ  په ټویټر کې لیکلي«د لوبغاړو د ذهني روغتیا اړوند موضوعاتو، د کابل نه د الوتکو د پروازونو ګډوډیدو، د خپرونو لپآره د امکاناتو کموالی او په سریلانکا کې د کویډ ۱۹ بیمارۍ د ډېروالي له کبله د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه منل شوې چې د یو ورځنیو لوبو د راتلونکې میاشتې لړۍ وځنډیږي.»

د پاکستان کرکټ بورډ همدرانګه ویلي چې د دواړو هېوادونو بورډونه به د دې لوبو لپاره د بیا مهال ویش د ټاکلو لپاره په ګډه کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي