۰

امریکا په تېرو ۹ ورځو کې ۳۷ زره کسان له افغانستانه ایستلي

سی شنبه ۲ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي.
امریکا په تېرو ۹ ورځو کې ۳۷ زره کسان له افغانستانه ایستلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د ویاند نېډ پرایس په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي.

نېډ پرایس وایي، په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړې، د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک شي او هڅه کېږي چې تر ممکن حد لوړه شمېره کسان ولېږدوي.

ده د خپل حضور د دوام په اړه ویلي چې ان یو ساعت هم له اړتیا پرته په افغانستان کې د حضور پلویان او شوقیان نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، همدا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان وځي او هوايي ډګر به تخلیه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپينې ماڼۍ یه لوړپوړي چارواکي ویلي، بایډن به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له افغانستان د امریکايي وګړو د تخلیې ماموریت د غځولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له طالبانو سره په اړیکه کې دي او په خبرو کې د پام وړ پرمختګ موجود دی نو له همدې امله ښایي د تخلیې ماموریت د امریکایي ځواکونو له لوري ادامه ولري.

په ورته وخت برېتانیا او جرمني هم دا غوښتنه کړې، چې له افغانستان د خلکو د ایستلو پروسې وخت باید تمدید او اوږد کړی شي.

خو طالبانو ویلي، په هېڅ صورت د اګسټ تر یو دېرشمې نېټې وروسته امریکایانو ته په افغانستان کې د حضور اجازه نه ورکوي.

د امریکا حکومت د اګست تر ۳۱ پورې له افغانستانه د بهرنیانو او یو شمېر افغانانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه.

خو د طالبانو یوه ویندوی سُهیل شاهین ویلي، که دوی د عملیاتو د چارو نېټه اوږدوي، معنا به یې دا وي چې د اشغال موده اوږدوي حال دا چې دې کار ته اړتیا نه شته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي