ملګري ملتونه:

د تعلیم په برخه کې له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو

2 سنبله 1400 ساعت 11:40

ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د زده کړو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.


ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د زده کړو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه کې پر همکاریو او مرستو خبرې شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي رامیز الکبروف او د یونیسیف استازو نن په کابل کې د طالبانو د ښوونې او روزنې د کمیسیون له مشر سره ولیدل. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټولو نجونو او هلکانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ په برخه خپله کلکه ژمنتیا څرګنده کړه.»

د ملګرو متلونو دغو دواړو ادارو ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په تعلیمي برخه کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په بهیر کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

دوی زیاته کړې چې د نجونو او هلکانو لپاره به د زده کړو فرصتونه لا پراخ او دا بهیر به منظم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com