۱

جي ۷: طالبان څارو او په اړه یې عاجلانه پرېکړه نه کوو

چهارشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۱
د جي ۷ یا د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په انلاین غونده کې په ټینګار سره و ویل شول، چې دوی د طالبانو اعمال څاري او په اړه به یې ژر پرېکړه ونه کړي.
جي ۷: طالبان څارو او په اړه یې عاجلانه پرېکړه نه کوو
د جي ۷ یا د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په انلاین غونده کې په ټینګار سره و ویل شول، چې دوی د طالبانو اعمال څاري او په اړه به یې ژر پرېکړه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جي ۷ غړونو هېوادونو پرون سه شنبې د افغانستان په اړه انلاین غونډه درلوده او ټینګار یې وکړ، چې طالبان باید د کابل هوايي ډګر د تګ راتګ لارې خوندي کړي.

د جي اووه هېوادونو غونډه د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون په غوښتنه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو ګډون کړی و او ټولو ټینګار کړی چې د کابل هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

جي اووه هېوادونو دغه راز ویلي، دوی د طالبانو پر خبرو نه بلکې ددوی پر عمل باور کوي او ددې غوښتونکي دي چې دغه ډله نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او بشري حقونه رعایت کړي.

د برېټانیا لومړي وزیر دغه راز ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو په لټه کې هم دی او هڅه کوي په بېړه ددغه ډلې په اړه پرېکړه و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي