بایډن: د روانې میاشتې تر پایه د تخلیې ماموریت بشپړوو

3 سنبله 1400 ساعت 11:44

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له افغانستان د تخلیې ماموریت به د روانې میلادي میاشتې تر پایه پورې بشپړ کړي.


د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له افغانستان د تخلیې ماموریت به د روانې میلادي میاشتې تر پایه پورې بشپړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن دا څرګندونې پر داسې مهال چې یو شمېر هېوادونو له امریکا غوښتي و، چې له کابل هوايي ډګر څخه د بهرنیو او د افغانان کارکوونکو د ایستلو لړۍ وغځوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

خو بایډن ویلي هر څومره ژر چې له افغانستانه ووځي همدومره ښه ده او په وینا یې د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، تر ممکنه حده به ژر له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو د ایستلو ماموریت پای ته ورسوي.

بایډن همدا راز وايي چې د دې ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان ایستلي دي.

ده زیاته کړې، ښایي د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري خطرونه جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com