د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانستان سره د امریکا د هر ډول راتلونکی تعامل ماهیت د طالبانو په ژمنو او عمل پورې اړه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن ویلي، دغه تعاملات په ځانګړې توګه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، په نورو هېوادونو باندې د افغانستان څځه د بریدونو د مخنیوي، د افغانانو د اساسي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ساتلو پورې تړلی دی.
دی وايي، که طالبان په ټولو ژمنو پابند پاتې شي امریکا به له هغوی سره تعامل ولري او که نه د هغه په وینا واشنګټن به د طالبانو د منزوي کولو لپاره د هرې ممکنې لارې څخه کار واخلي.
نوموړي پرون چهارشنبې د وږي ۳ مه ویلي، په ژمنو باندې د طالبانو د دریدلو لومړنۍ نښه داده چې د اګست د ۳۱ وروسته هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د وتلو اجازه ورکړي.
بلېنکن زیاته کړې، په فعاله توګه هڅې روانې دي چې د اګست په ۳۱ د تخلیې د ماموریت د پای ته رسېدو وروسته د کابل هوایي ډګر د پروازونو پر مخ پرانستی وي.
د ده په وینا طالبانو د کابل د هوایي ډګر د خلاص ساتلو سره ډېره علاقه ښودلې او ژمنه یې کړې چې ټولو هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه ۸۲۳۰۰ کسان بهر انتقال شوي دي.
همدا شان دی وايي، د اګست له ۱۴مې څخه تر اوسه د ۶۰۰۰ امریکايانو له ډلې لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایان له افغانستان څخه بهر انتقال شوي دي.
هغه په ټینګار سره و ویل، امریکا ژمنه ده هغه افغانان چې د امریکایي پوځیانو او د امریکا د حکومت سره کار کړی او هم هغه افغانان چې له ګواښ سره مخامخ دي له افغانستان څخه وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل