د طالبانو او پنجشېر د مشرانو تر منځ د خبرو پر دوام موافقه شوې

4 سنبله 1400 ساعت 11:17

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال او د احمد مسعود استازی محمد علم ایزدیار وايي، د دوی او طالبانو د استازو تر منځ لومړی پړاو خبرې ګټورې او د ستونزو حل ته هیله په کې شته.


د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال او د احمد مسعود استازی محمد علم ایزدیار وايي، د دوی او طالبانو د استازو تر منځ لومړی پړاو خبرې ګټورې او د ستونزو حل ته هیله په کې شته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون چهارشنبې د وږي ۳ مه مازیګر مهال د پروان مرکز چاریکارو کې د طالبانو له استازو سره درې ساعته خبرې کړې دي.

ښاغلي ایزاد وایي، په دې کتنه کې له ده سره ۱۱ تنه نور استازي هم و چې مشري یې حاجي المان زاهد کوي.

نوموړي زیاته کړې، غونډه کې تصميم ونيول شو چې دواړه پلاوي به د غونډې پيغام خپل مشرتابه سره شريکوي او په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات ټينګښت لپاره به دغه مذاکرات دوام مومي او دغه راز به ښکېلې خواوې يو پر بل نظامي بريد نه کوي.

دی وايي، د هېواد اساسي ستونزو د سوله ييز حل لپاره د دواړو لوریو روحیه ښه وه او هيله مندي شته چې د تېرو تجربو په نظر کې نیولو سره لازم اقدامات ترسره شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له خوا د کابل له نیول کېدو سره سم د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود خپل پلرني ټاټوبي پنجشېر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو پر ضد جبهه جوړه کړه.

احمد مسعود وايي،  د يو ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکى دى او که جګړه انتخاب شي نو له پنجشير به دفاع وکړي.

د طالبانو اسلامي تحریک وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د پنجشير ستونزه په حلېدو ده او اتيا سلنه امکان شته چې جګړه نه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141965

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141965/

جمهور
  https://www.jomhornews.com