د روان کال تر پایه به کابو پنځه لکه افغانان کډوال شي

6 سنبله 1400 ساعت 8:42

ملګري ملتونه وايي، احتمال شته، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پای پورې کابو پنځه لسکه افغانان له خپل هېواده مهاجرت وکړي.


ملګري ملتونه وايي، احتمال شته، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پای پورې کابو پنځه لسکه افغانان له خپل هېواده مهاجرت وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو پرون جمعه د وږي ۵ مه ویلي، دا مهال ډېر شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته ځي، خو د بحران له زیاتېدو وروسته ځان د کډوالو سېل ته چمتو کوي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ مرستیالې کیلي کلمنتس زیاته کړې«حاضردمه بشري بحران او کډوالي دننه په افغانستان کې ده خو حالات بدلېدونکي دي او موږ بېلابېلو سناریو او شرایطو ته ځانونه تیاروو.»

نوموړې چې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې ویلي، تر ټولو بد حالت ښايي دا وي چې د سیمې هیوادونو ته شاوخوا نیم ملیون افغانان مهاجر شي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ مرستیاله د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته، چې همدااوس د ۲ ملیونه او ۲ لکه افغان کډوالو کوربانه دي، د مرستې پر اړتیا ټینګار کړی.

مېرمن کیلي کلمنتس وايي، دا هیوادونه به ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې د کډوالو له یوې نوې پراخې څپې سره مخامخ شي.

د ملګروملتو د معلوماتو له مخې، د هغو افغانانو په منځ کې چې سږ کال د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي کابو ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com