د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترک چارواکي به د روانې میاشتې پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو کې د مرستې پر موضوع له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه د وږي ۵ مه ویلي، ترک چارواکو له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې کړې دي.
دی وايي، طالبانو د ترکانو لخوا په داسې صورت کې د هوايي ډګر چارو سمبالښت ته چمتوالی ښوولی چې د امنیت مهمې چارې به یې خپله طالبان سمبالوي او د تخنیکي عملیاتو برخه به یې ترکان همکاري کوي.
د طالبانو لخوا د کابل کنټرول له ترلاسه کولو نژدې دوې اوونۍ مخکې ښاغلي اردوګان له سي این این ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي و، کېدای شي د طالبانو له مشر سره وویني.
ترکیې له دې مخکې هم ویلي و، چې د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې ته چمتو دي.
طالبانو دغه راز ویلي، چمتو دي په کابل کې د بهرنیو سفارتونو امنیت وساتي او له هغوی سره هېڅ ستونزه نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل