د کابل د هوايي ډګر له لارې تر ۱۱۰ زره زیات کسان ایستل شوي دي

6 سنبله 1400 ساعت 9:32

په داسې حال کې، چې لوېدیځو هېوادونو د کابل هوايي ډګر څخه د خپلو اتباعو ایستلو عملیات پای ته رسولي ویل کېږي د د دغه ډګر له لارې ۱۱۰ زرو زیات کسان ایستلي دي.


په داسې حال کې، چې لوېدیځو هېوادونو د کابل هوايي ډګر څخه د خپلو اتباعو ایستلو عملیات پای ته رسولي ویل کېږي د د دغه ډګر له لارې ۱۱۰ زرو زیات کسان ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو ډېری غړو هېوادونو ویلي، چې له دې وروسته به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو ایستلو لپاره الوتنې ونه لري.

په ورته وخت کې د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون په وينا د نژدې تېرو دوو اوونيو په موده کې يې د کابل هوايي ډګر له لارې نژدې ۱۱۰ زره کسان ايستلي دی.

امریکايي ځواکونه چې د وتلو د عملياتو مشري کوي د اګست پر ۳۱ به خپل شپږ زره سرتېری وباسي او د هوايي ډګر چاری به طالبانو ته وسپاري.

د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي خبريالانو ته ويلي، د کابل هوايي ډګر څخه د خلکو ايستلو لپاره د امريکا ماموريت به د اګست ۳۱ نېټې تر وروستۍ شېبې پورې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړې«موږ به وکولی شو چې تر وروستۍ دقيقې پورې کسان له دې ځايه وباسو.»

دی وايي، د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته، متحده ایالات به له هېواد څخه د نورو الوتنو اسانتیا لپاره نوې لارې په پام کې ونیسي او د دې اړتيا نشته چې امريکايي پوځيان دې په کې ښکېل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 142000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com