برېتانیا:که طالبان د یوه رښتیني حکومت چلند ولري همکاري ورسره کوو

7 سنبله 1400 ساعت 8:49

د برېتانیا پوځي چارواکي وايي، که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي نو دوی تیار دي، چې همکاري ورسره وکړي.


د برېتانیا پوځي چارواکي وايي، که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي نو دوی تیار دي، چې همکاري ورسره وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېتانیا د پوځ مشر جنرال نېک کارټر په یوه تازه مرکه کې ویلي، له طالبانو سره د برېتانیا همکارۍ به له داعش سره د مبارزې په خاطر وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې برېتانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار ده، خو په دې شرط چې دوی د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري.

کارټر دغه راز وایي چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د برېتانیا نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په اړه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات تېره ورځ پای ته ورسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com