امریکا د عباس ستانکزي د خبرو هرکلی کړی دی

7 سنبله 1400 ساعت 13:43

امریکا د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مرستیال او غړي شېر محمد عباس ستانکزي د وروستۍ وینا او خبرو ملاتړ او هرکلی کړی دی.


امریکا د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مرستیال او غړي شېر محمد عباس ستانکزي د وروستۍ وینا او خبرو ملاتړ او هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي دوه ورځې وړاندې په یوه ویډیويي وینا کې و ویل، چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولمنلي حکومت پر جوړولو کار کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی ډلو اړخونو ته ډاډ ورکوي، چې راتلونکی حکومت به په نړیواله او ملي کچه د منلو وړ حکومت وي او هر څوک به په کې خپل ځان وګوري.

ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې ټول افغانان کولی شي د قانوني اسنادو په لرلو سره له کابل هوایي ډګر تګ راتګ وکړي خو په وینا یې ښه دا دهو چې په خپل هېواد کې پاتې شي او خپل هېواد ته کار وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال یو وار بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې عمومي عفوه شوې، جګړې نورې پای ته رسېدلې او ټول افغانان باید د دایمي سولې لپاره سره یو لاس شي.

اوس تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شیر محمد عباس ستانکزي له دې څرګندونو ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد ویلي، طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او دا یې ښه پرېکړه ده چې د اګسټ تر ۳۱ وروسته به د کابل هوایي ډګر فعال ساتي.

ده زیاته کړې، چې د طالبانو د مثبتو خبرو هرکلی کوي او په خبره یې دوی او نړیوال ملاتړي به یې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com