د افغانستان د سوداګري او پانګونې خوني مشرتابه او د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې مشرتابه په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې خونې نن یکشنبې د وږي ۷ که په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ياده ناسته کى د همکاریو په پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړېکو بحث شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاده غونډه کې په افغانستان کې د نوي نظام راتګ د دوه اړخيزه اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو.
سرچینه وايي، د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډې خونې له خوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندې هم ټېنګار وشو.
سربيره پر دې تخنيکي ستونزې لکه په تورخم او سپين بولدک کې د خالي کانټينرونو د درولو ستونزه، تعرفوي خنډونه، د بانکونو ستونزې او داسې نورو مسایلو باندې هم خبرې شوي او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې سوداګرو ته به اسانتیا برابروي.
جمهورخبري آژانس:کابل