۰

نړیوالو ته د طالبانو ډاډ:هغه افغانانو ته اجازه ورکوو چې غواړي ووځي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۷
د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي هېوادونو په ګډون تر ۹۰ زیات هېوادونه وایي، طالبانو ډاډ ورکړی، چې د اګست له ۳۱ مې وروسته به هم بهر ته تلوونکو افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي.
نړیوالو ته د طالبانو ډاډ:هغه افغانانو ته اجازه ورکوو چې غواړي ووځي
د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي هېوادونو په ګډون تر ۹۰ زیات هېوادونه وایي، طالبانو ډاډ ورکړی، چې د اګست له ۳۱ مې وروسته به هم بهر ته تلوونکو افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی ته طالبانو ډاډ ورکړی چې درست بهرنیان او هغه افغانان، چې د سفر جواز (ویزه او نور) لري، پرېږدي چې له افغانستانه خوندي ووځي.

اعلامیه کې ویل شوي«موږ ټول ژمن یوو چې خپل اتباع مو، اقامت لرونکي، کارکوونکي، او هغه افغانان چې زموږ سره یې کار کړی او همداراز هغوی چې په خطر کې دي په ازاد ډول له افغانستانه وتلی او مربوطه هیواد ته تللی شي.»

د هغو هیوادونو په منځ کې چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې ده، استرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، سویس، اوکراین او بریتانیا شامل دي.

دا ګډه اعلامیه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه تلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ، چې د طالبان د هغه افغانانو چې غواړي بهر ته ولاړ شي د تګ مخنیوی نه کوي.

هغه و ویل، ښه به دا وي، چې افغانان پر خپل کور پاتې شي او د خپل هېواد جوړولو ته مټې راونغاړي خو په وینا یې که څوک قانوني اسناد ولري او غواړي وطن پرېږدي، دوی یې مخه نه نیسي.

د طالبانو یوه بل چارواکي سهیل شاهین هم په یوه ټوېټ کې ویلي، هغه افغانان چې غواړي بهر ته لاړ شي، په هیواد کې د تجاري الوتنو له پیلېدو وروسته په عزت او ارام ذهن د پاسپورټ او ویزې په شان په قانوني اسنادو تللی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا سه شنبې د اګست ۳۱ مه نېټه ده، چې له دې نېتې سره سم به امریکايي ځواکونه هم له افغانستان څخه ووځي او نور به د ایستلو لړۍ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي