۰

امریکا او برېتانیا په افغانستان کې خپل سفارتونه تړي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
له افغانستان د امریکايي او نورو هېوادونو د ایستلو پروسې له بشپړېدو سره سم امریکا او برېتانیا اعلان کړي، چې کابل کې خپل سفارتونه بندوي.
امریکا او برېتانیا په افغانستان کې خپل سفارتونه تړي
له افغانستان د امریکايي او نورو هېوادونو د ایستلو پروسې له بشپړېدو سره سم امریکا او برېتانیا اعلان کړي، چې کابل کې خپل سفارتونه بندوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیفان پرون یکشنبې د وږي ۷ مه ویلي، سپینې ماڼۍ اعلان وکړو چې متحده ایالات به د سپټمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې سفارت نه لري.

په ورته وخت کې برېتانیا ویلي، چې دوی هم کابل کې خپل سفارت بندوي او خپل فعالیت به نور له قطر هېواد څخه مخ ته وړي.

د برېتانیا لومړي وزیر بورېس جانس په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له افغانسانه د برېتانیا سفیر، ټول دیپلوماتان او سرتېري وتلي دي.

پرون یکشنبې د وږي ۷ مه له کابله د برېتانیا له لوري د خلکو د ایستلو وروستۍ الوتکه والوته او د جانسون په وینا په دې ډوله پروسه کې نېږدې ۱۲ زره کسان ایستل شوي دي، خو لا هم دا ماموریت بشپړ شوی دی.

د یادونې ده، چې سبا سه شنبې د اګست ۳۱ مه به له کابله د امریکايي ځواکونو، د هغوی د همکارانو او هغه افغانانو چې امریکا یې غواړي وباسي، د ایستلو لړۍ هم پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي