یو شمېر امریکايي وګړي، افغانستان کې د امریکا جګړه لویه تېروتنه وه

8 سنبله 1400 ساعت 9:52

یو شمېر امریکايي وګړو پر خپل حکومت نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې ۲۰ لکنه جګړه یوه لویه تېروتنه او بې ګټې جګړه وه.


یو شمېر امریکايي وګړو پر خپل حکومت نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې ۲۰ لکنه جګړه یوه لویه تېروتنه او بې ګټې جګړه وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي وګړو زیاته کړې، امریکا په دغه جګړه کې هېڅ مثبتې لاس ته راوړنې نه درلودې او بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د دوی په وینا په افغانستان کې جګړې نه یوازې مثبتې پایلې او ګټې نه درلودې، بلکې په نړیواله کچه یې د امریکا باور ته هم سخت زیان رسولی دی.

دوی وايي، دې بې مانا جګړه کې ګڼ شمېر سرتېري قرباني شوې او په ترېلیونونو ډالر بې ځایه مصرف شوي دي.

د امریکايي وګړو په خبره شل کاله دمخه امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان ته داخله شوې، خو اوس یې په غير مسوولانه توګه خپل سرتيري ايستلي، چې له امله يې په افغانستان کې وضعيت ترينګلی شوی او د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی ټینګار کړی دی چې د امریکا له لوري پر افغانستان یرغل له لویه سره ښه نظر نه و ځکه د دوی په وینا دا چاره د لويديځ په تاريخ کې په برياليتوب نه ده تر سره شوې.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د امریکا په اوسني حکومت نیوکه کړې وه، او ویلي یې و، چې له دې وروسته به له امریکا څخه هېڅوک ونه ډار شي او امریکا خپل باور صفر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com