۰

امریکا: طالبان باید په نوي باب کې زموږ ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کړي

سی شنبه ۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
افغانستان کې د امریکا له تاریخي ماتې او وتلو وروسته دغه هېواد اعلان کړی، چې طالبان باید په نوي باب کې د امریکا ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کړي.
امریکا: طالبان باید په نوي باب کې زموږ ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کړي
افغانستان کې د امریکا له تاریخي ماتې او وتلو وروسته دغه هېواد اعلان کړی، چې طالبان باید په نوي باب کې د امریکا ملاتړ او مشروعیت تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن په افغانستان کې د امریکا د شل کلن یرغلي ماموریت د پای ته رسېدو له اعلان سره سم کړی دی.

انتوني بلېنکن و ویل، چې له دې وروسته د افغانستان په هلکه نوی باب پیل شو، طالبان باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي او مشروعیت او ملاتړ باید وګټل شي.

د امریکا د بهرینو چار زیاته کړه، چې سر له نن څخه دوی په افغانستان کې خپل سیاسي حضور وځنډاوه او دیپلوماتان یې قطر ته ولېږدول.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل« د افغانستان سره مو د کار کولو نوی باب پیل شو، پدې کې به موږ په دیپلوماسۍ مخې ته ځو، سیاسي ماموریت ختم شو او نوی سیاسي ماموریت پيل شو.»

بلېنکن ټينګار وکړ، چې طالبان باید خلکو ته د سفر کولو آزادي ورکړي، د مېرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او پرې نږدي چې دا هېواد د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د یادونې ده، چې امریکا تېره شپه خپل وروستي سرتېري له افغانستان څخه وایستل او د امریکا دفاع وزرات په رسمي ډول په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن ماموریت پای اعلان کړ.

دوی د شپې کابو ۱۲ بجې په مکمل ډول د کابل له هوايي ډګر څخه په څو الوتکو کې و وتل او ورسره سم طالبان هوايي ډګر ته ننوتل او د خپلواکۍ او خوشحالۍ ډزې یې کولې.

امریکا له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ مې تر پېښو وروسته د نړیوالو په مشرۍ په افغانستان یرغل وکړ او دلته یې شل کاله جګړې ته دوام ورکړ، خو ماته یې وخوړه.

په دغه شل کلنه جګړه کې کابو ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري او مامورین و وژل شول او دغه راز شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي