۰
امنیت شورا:

طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانانو د هېواده د وتلو اجازه ورکړي

سی شنبه ۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۲
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانان پرېږدي، چې له خپل هېواده ووځي.
طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانانو د هېواده د وتلو اجازه ورکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانان پرېږدي، چې له خپل هېواده ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا دغه غوښتنه پرون دوشنبې د وږي ۸ مه ناوخته په خپله غونډه کې کړې او ویلي یې دي، هغه افغانان چې ځان خوندي نه بولي باید پرېښودل شي، چې له خپل هېواده ووځي.

د امنیت شورا غړیو په یوه پرېکړه لیک کې طالبانو ته خبرداری وکړ چې د سې شنبې په ورځ د کابل له هوايي ډګره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي.

دې شورا د طالبانو له لوري د یو شمېر خلکو د مخنیوي یادونه هم کړې ده.

پرېکړه لیک، چې مسوده یې بریتانیا، امریکا او فرانسې چمتو کړې وه، د روسیې او چین په ګډون د امنیت شورا ټولو ۱۳ حاضرو غړیو په یوه خوله تصویب کړ.

امنیت شورا د طالبانو د ژمنې یادونه کړې چې افغانان به پرېږدي چې بهر ته لاړ شي او اجازه به ورکړي چې کله دوی غوښتل بېرته خپل هیواد ته راشي.

یاده شورا دا غوښتنه پر داسې مهال کوی، چې تېره شپه د اګست ۳۱ مه امریکايي ځواکونه په پشپړه توګه له افغانستانه و وتل او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰ کلن یرغل پای ته ورساوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي