نیکولاس کي:طالبان باید واضح کړي، چې له القاعده ملاتړ نه کوي

10 سنبله 1400 ساعت 10:08

افغانستان کې برېتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی نیکولاس کړي وايي، طالبان باید واضح کړي، چې له القاعده شبکې ملاتړ نه کوي.


افغانستان کې برېتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی نیکولاس کړي وايي، طالبان باید واضح کړي، چې له القاعده شبکې ملاتړ نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخي کي په تازه څرګندونو کې دا هم ویلي، چې طالبان باید ښکاره کړی، چې القاعده شبکې ته اجازه نه ورکوی، چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.

نوموړي له طالبانو سره د نړیوالو مرستو یو خنډ له القاعده سره اړیکې یادې کړې.

دی وايي، که طالبان د دغه ډول ځانګړنو په څرګندونو پیل وکړي هم به د افغانانو د ډاډ سبب شي او هم به د نړیوالې ټولڼې چې د هغو کسانو لپاره چې له دې هېواده وځي خوندي لاره برابروي، نو فکر کوي، بیا به د نړیوالو د همکارۍ احتمال هم رامنځته شي.

کي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته په وار وار ویلي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

دغه راز طالبانو دا هم واضح کړې، چې بهر ته د هغو افغانانو مخه نه نیسي، چې قانوني اسناد ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com