۰

امریکا: له افغانستان سره د تعامل نوی فصل پرانستل شو

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستانه د امریکايی ځواکونو په وتلو سره له دغه هېواد سره د امریکا د تعامل نوی څپرکی پرانستل شو.
امریکا: له افغانستان سره د تعامل نوی فصل پرانستل شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستانه د امریکايی ځواکونو په وتلو سره له دغه هېواد سره د امریکا د تعامل نوی څپرکی پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي، دا مهال د امریکا دیپلوماتیک حضور له کابله قطر ته لېږدول شوی او له هغه ځایه به خپلې چارې مخ ته وړي.

نوموړي اسوشیټډ پرېس زیاته کړې، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی فصل پرانیستل شو او په دوحه کې د امریکا نماینده ګي په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماسۍ مدیریت کوي.

هغه زیاته کړې«په دوحه کې به زموږ نماینده ګي د قونسلي چارو، بشري مرستو د ترتیب او تنظیم او له طالبانو سره زموږ متحدینو، شریکانو او سمیه ایزو او نړیوالو متحدینو د تعامل په برخه کې د همغږۍ تر څنګ د افغانستان سره په راتلونکې کې زموږ د دیپلوماسي د سمبالیدو په برخه کې کار وکړي.»

نوموړي ویلي، د بهرنیو چارو وزارت به خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي‌ څو هر امریکایي، هر افغان همکار او هر بهرني تبعه ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د خوندي وتلو اطمینان رامنځ ته کړي.

ښاغلي‌ پرایس زیاته کړه امریکا د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې د ژر پرانیستلو ملاتړ کوي او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مهاجرت د خاصو ویزو د متقاضیانو او نورو افغانانو شمیر چې غواړي ووځي نه، لري خو په وینا یې دا معلومات به ډېر ژر برابر شي.

د ده په خبره هغه څه باندې یوسلو درویشت زره تنه چې په خوندي شکل ایستل شوي، له خطر سره مخ افغانان دي او اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی له دغه اتباعو سره تل په اړیکه کې دي چې هغوی هم په خوندي ډول له افغانستان څخه ووځي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا یوازې د امریکایي‌ اتباعو د ایستلو هڅه نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د امریکا ژمنه یوازې له امریکایي اتباعو، د دایمي استوګنې د کارټونو (ګرین کارټ) درلودونکو سره ندی بلکې له ټولو هغو کسانو سره دی چې له امریکا سره یې کار کړی او د امریکا له خلکو څخه یې ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي