ملګري ملتونه: نړیوال دې په دې سختو ورځو کې له افغانانو سره مرسته وکړي

10 سنبله 1400 ساعت 11:23

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرستې وکړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرستې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش دغه څرګندونې پرون سه شنبې د اګست ۳۱ مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یوه بیان کې کړې دي.

نوموړي په دغه بیان کې ویلي، د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوال باید ورسره مرستې وکړي.

ښاغلي ګوترېش خبرداری ورکړی، چې افغانان له دې ګواښ سره لاس ګرېوان دي چې ښايي د عوامو لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي.

دی وايي، د افغانستان اتلس میلیونه وګړي د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي او په هرو درېیو کسانو کې یو نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

انتونیو ګوتېرېش ویلي، تر پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو نیمايي په را روان یو کال کې له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د بشري بحران پر ژورېدو اندېښنه څرګنده کړه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com