۰

طالبانو د چین او هند له سفیرانو سره خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۱
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د چین او هند له سفیرانو لیدلي او د افغانستان په اړه ورسره غږېدلی دی.
طالبانو د چین او هند له سفیرانو سره خبرې کړې دي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د چین او هند له سفیرانو لیدلي او د افغانستان په اړه ورسره غږېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې د طالبانو د قطر دفتر محمد نعیم وردګ هم تایید کړې، چې ښاغلي ستانکزي د چین له سفیر زوجیان سره لیدلي او دغه راز هند هم تایید کړې، چې سفیر دیپک مېټل له ښاغلي ستانکزي سره لیدلي دی.

محمد نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ښاغلي ستانکزي او زوجیان لیدنه پرون سه شنبې د وږي ۹ مه شوې او دواړو افغانستان کې د وروستیو پرمختګو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي وايي، په دغه لیدنه کې چینایي لوري د افغانستان سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

په ورته وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو په غوښتنه په قطر کې د دوی له سفیر یپک مېټل له شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي.

خبرپاڼه زیاتوي، سفیر یې له ستانکزي سره د هند پر ضد د افغانستان د خاورې استعمال په اړه اندېښنه شریکه کړې او مقابل لوري د اندېښنو د رفع ډاډ ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي