ملګري ملتونه:

په څو اوونیو کې به افغانستان کې د خوراکي موادو زېرمې خالي شي

11 سنبله 1400 ساعت 9:13

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په څو اوونیو کې به افغانستان کې د خوراکي توکو هغه زېرمې خالی شي، چې له هغو د بې وزلو افغانانو سره مرستې کېږي.


ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په څو اوونیو کې به افغانستان کې د خوراکي توکو هغه زېرمې خالی شي، چې له هغو د بې وزلو افغانانو سره مرستې کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سیمه ییز همغږه کوونکی رمیز الاکبروف ویلي، ښایي روانه سپټمبر میاشت افغانستان کې د خوراکي موادو د کمبود یو بحران رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي، دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس د افغانستان له درېیو یو برخه خلک خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د هغه په وینا ژمی را روان دی، سخته وچکالي ده، نو د افغانانو د خوړو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا شته او که اضافي مرستې ونه شي، د سپټمبر تر اخره به د خوراکي موادو زېرمې تشې شي.

نوموړي ویلي«د دې لپاره چې اوسنی حالت وساتو، موږ لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالرو ته یوازې د خوړو په برخه کې اړتیا لرو، څو تر ټولو محتاجو خلکو ته خواړه برابر کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم ویلي و، افغان ښځې، ماشومان او نارینه تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' له اټکل سره سم په افغانستان کې د بیړنیو مرستو لپاره یو اعشاریه درې میلیارډه ډالرو ته ضرورت شته چې تردې دمه د دې پیسو یوازې نهه دیرش فیصده ترلاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com