پاکستان:نړیواله ټولنه دې د افغانستان یوازې نه پېږدي

11 سنبله 1400 ساعت 9:28

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان د نویمې لسیزې په څېر یوازې پرېنږدي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان د نویمې لسیزې په څېر یوازې پرېنږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وږي ۱۰ مه له سکای نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.

قریشي خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه افغانستان یو ځل بیا یوازې پرېږدي نو سیمه کې به وضعیت خراب او یو ځل بیا هغه ډلو ته زمینه برابره شي، چې نړۍ ګواښي.

هغه ویلي«ممکن کورنۍ جګړه وشي، ښایي هرڅه ګډوډ شي. ښایي وضعیت بحراني شي او له دې سره هغو سازمانونو ته فضا مساعده شي چې موږ ټول له هغو وېریږو، نړیوالو تروریستي سازمانونو ته چې موږ نه غواړو د هغوی د پښوځای په افغانستان کې پیدا شي او هلته وده وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه دې مخکې تردې چې پر طالبانو باور وکړي هغوی دې وازمایي او ودې ګوري چې دوی پر خپلو ژمنو عمل کوي او که یې نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com