۰

ټرمپ: جوبایډن امریکا وشرموله باید ضروري استعفا ورکړي

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۹
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسنی ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې وايي، بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله او هغه باید د خپل دې کار له امله استعفا ورکړي.
ټرمپ: جوبایډن امریکا وشرموله باید ضروري استعفا ورکړي
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسنی ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې وايي، بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله او هغه باید د خپل دې کار له امله استعفا ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ډول یوه فاجعه وه ځکه طالبانو امریکا ته تاریخ وټاکه، په ټاکلې نېټه یې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه او بایډن هم په هغه تاریخ د ځواکونو د ایستلو ماموریت پای ته ورساوه.

ټرمپ ټینګار کړی دی بایډن باید له امریکایانو او ټولې نړۍ بښنه وغواړي او تر هغه وروسته دې د امریکا او خپل عزت لپاره استعفا وړاندې کړي.

 نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې بایډن نن له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا کار باید پخوا لا شوی وای.

د یادونې ده، چې امریکایي ځواکونه د تېرې دوشنبې په شپه د اګست ۳۰ مه په بشپړه توګه له افغانستان څخه و وتل او دلته یې شل کلن یرغلیز ماموریت پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي