پوتین: افغانستان کې د امریکا حضور له مرګ او بربادۍ پرته بل څه نه وو

11 سنبله 1400 ساعت 10:47

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په افغانستان کې د امریکا پر ۲۰ کلن حضور چې اوس پای ته رسېدلی نیوکې کړې او تر پوښتنې لاندې یې راوستی دی.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په افغانستان کې د امریکا پر ۲۰ کلن حضور چې اوس پای ته رسېدلی نیوکې کړې او تر پوښتنې لاندې یې راوستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسکو ټایمز په یوه راپور کې د پوتین له قوله وايي، چې امریکایي پوځیانو شل کاله په افغانستان کې بې ځایه هڅې وکړې.

پوتین په خپله وروستۍ ویاند کې ویلي، چې افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور له مرګ او بربادۍ پرته بله هېڅ نتیجه له ځان سره نه لرله.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې دا مصیبت یوازې افغانانو ته نه بلکې هغوی کسانو ته هم رسېدلی دی چې په دغه هېواد کې یې په بې مانا جګړه کې قرباني ورکړې ده.

دی وايي، له بهر څخه پر یو هېواد د یو ارزښت تحمیلول ناشونی کار دی خو امریکا شل کاله پر غیر ممکن کارونو ټینګار وکړ چې بلاخره نتیجه یې خپله هم ولیده.

پوتین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې دوشنبې په شپه د اګست ۳۰ مه امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه و وتل.

که څه هم د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو له پرېکړې له دفاع وکړه، خو په کور د ننه او نړیواله کچه تر سختو نیوکو لاندې دی.

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه یو ځل بیا پر بایډن له همدې امله نیوکه کړې وايي، بایډن امریکا په نړیواله کچه وشرموله او باید ضروري استعفا وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142150

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142150/

جمهور
  https://www.jomhornews.com