مجاهد: نوی حکومت به راتلونکې اوونۍ اعلان شي

14 سنبله 1400 ساعت 8:47

په داسې حال کې ده، چې ویل کېدل طالبان ښايي پرون شنبې د وږي ۱۳ مه حکومت اعلان کړي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا چاره بلې اوونۍ ته ځنډول شوې ده.


په داسې حال کې ده، چې ویل کېدل طالبان ښايي پرون شنبې د وږي ۱۳ مه حکومت اعلان کړي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا چاره بلې اوونۍ ته ځنډول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجاهد ویلي، طالبان په پام کې لري، چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ پراخ بنسټه او ټولسمشوله حکومت جوړ کړي.

که څه هم ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په لنډو ټکو کې یې ویلي، نوی حکومت او کابینې په اړه اعلان به راتلونکې اوونۍ وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېدل طالبان به د وږي ۱۳ مه حکومت اعلان کړي او د حکومت مشر به هم ملا عبدالغني برارد وي.

خو د طالبانو له خوا د حکومت د جوړېدو په اړه له بېلا بېلو خواوو سره د خبرو اترو د کمېټې غړي خلیل حقاني ویلي، د طالبانو له لوري یوه داسې پراخ بنسټه حکومت، چې نړیوالو ته د منلو وي، د جوړېدو کار له ځنډ سره مخامخ شوی دی.

حقاني وايي، که څه هم طالبان د نورو له ګډونه پرته حکومت جوړولی شي خو دوی نورو ګوندونو او ډلو ته برخه ورکوي.

ښاغلي حقاني تایید کړې، چې که د ټولنې ټولو خواوو ته په حکومت کې برخه ورنه کړي نړیواله ټولنه به یې ونه مني.

د هغه په وینا په نوي حکومت کې به د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور هم شامل وي.

نوموړي زیاته کړه، چې له نورو سیاستوالو سره هم خبرې روانې دي چې په حکومت کې برخه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com