د کابل نړیوال هوایي دګر بېرته د الوتنو پر مخ پرانستل شو

14 سنبله 1400 ساعت 8:52

افغانستان کې د قطر سفیر وايي، د دوی د هېواد فني ټیم توانېدلی، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر بېرته د داخلي او بشري مرستو د الوتنو پر مخ پرانیزي.


افغانستان کې د قطر سفیر وايي، د دوی د هېواد فني ټیم توانېدلی، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر بېرته د داخلي او بشري مرستو د الوتنو پر مخ پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الجزیرې راپور ورکړی، چې د هوايي ډګر رنوې د افغان چارواکو په مرسته رغول شوې او پرون ترې دوه داخلي پروازونه، کندهار او مزارشریف ته ترې شوي دي.

په ورته وخت اریانا افغان هوايي شرکت هم پر خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی، چې د کابل هوايي ډګر د داخلي الوتنو پر مخ پرانستل شوی دی.

د یادونې ده، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هوايي ډګر خورا خراب شوی و، خو بیا هم د تېرې چهارشنبې په ورځ د قطر یوه الوتکه په دې هوايي ډګر کې کښناسته.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com