۰

امریکا: له طالبانو سره ټول ارتباطي چینلونه فعال ساتو

یکشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، امریکا به له طالبانو سره خپل ټول ارتباطي چینلونه فعال وساتي.
امریکا: له طالبانو سره ټول ارتباطي چینلونه فعال ساتو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، امریکا به له طالبانو سره خپل ټول ارتباطي چینلونه فعال وساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن دغه څرګندونې قطر ته تر سفر مخکې واشنګټن کې خبریالانو ته وکړې.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوید آشټن نن یکشنبې د وږي ۱۴ مه قطر ته ولاړ شي او هلته له قطري او افغان چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

قطر ته تر روانېدو مخکې بلېنکن خبریالانو ته ویلي، دوی له طالبانو سره ټول ارتباطي چینلونه فعال ساتي، خو په وینا یې د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې بېړه نه لري.

بلېنکن وايي، دغه ډلې سره د خبرو او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره قطر او ځینو نورو هېوادونو ته سفر کوي څو وضعیت کنټرول او د کډوالو حالت له نږدې وکتل شي.

ټاکل شوې چې بلینکن نن قطر او تر هغه وروسته جرمني ته سفرونه وکړي.

نوموړی به ددواړو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنې تر څنګ په دې دواړو هېوادونو کې له افغانستان د تازه وتلو کډوالو کمپونو ته ورشي او ستونزې به یې واوري.

د یادونې ده، چې طالبانو هم ویلي، دوی د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخیزو ګټو ولاړو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي