۰
روسیه:

د ناټو د زوال وخت رارسېدلی، امریکا هم په خپل پخواني موقف کې نه ده

یکشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان وضعیت ته په اشارې وايي، نور د ناټو د زوال وخت رارسېدلی او امریکا هم په پخواني موقف کې نه ده.
د ناټو د زوال وخت رارسېدلی، امریکا هم په خپل پخواني موقف کې نه ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان وضعیت ته په اشارې وايي، نور د ناټو د زوال وخت رارسېدلی او امریکا هم په پخواني موقف کې نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاندې ماریا زخاروا پر خپل تلګرام لیکلي، چې د ناټو د زوان وخت رارسېدلی دی.

دا وايي، له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو وتلو وښوده چې د ناټو د زوال وخت را رسېدلی دی او امریکا هم نور د یو هدایت کوونکي په توګه په پخواني موقف کې نه ده.

مېرمن زخاروا زیاته کړې، چې امریکا به له دې وروسته ونه شي کولی چې د ناټو هېوادونو ترمنځ مؤثره همغږي وکړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې ناټو په ټوله نړۍ کې د یو سیاسي او نظامي بلاک په توګه فعالیت کاوه خو له دې وروسته داسې ښکاري چې نور به د نړیوال نظم په تضمین کې هېڅ مؤثریت ونه لري.

دا وايي، د ناټو زوال په مطلقه توګه واضح دی، دغه ایتلاف له عراق څخه خپل تجهیزات بالتیک هېوادونو ته ولېږدول او هلته یې عادي خلکو ته ورکړل او په افغان جګړه کې دومره ستړي شول چې د چورلکو په ګډون یې ټول تجهیزات هغو کسانو ته پرېښودل چې دوی یې پر وړاندې له همدې وسایلو استفاده کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي