د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته ولاړه

14 سنبله 1400 ساعت 9:59

د افغانستان د کرکت تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله له بنګله دېش سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلې ده.


د افغانستان د کرکت تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله له بنګله دېش سره د لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پرون شنبې د وږي ۱۳ مه دغه هېواد ته رسېدلې دي.

د افغانستان د کرکټ ټیم به د بنګله‌دېش له ټیم سره پنځه یوه ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دغه لوبې به چې د سیلهیت په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د سپټمبر له ۱۰مې پیل او د سپټمبر تر ۲۵ پورې به دوام وکړي.

د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ ویاند ربعید امام ویلي، د افغانستان د کرکټ ټیم اته لوبغاړي ډاکې ته راورسېدل او پاتې نور به په دوو نورو ډلو کې راورسېږي.

دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنی سفر دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله په راتلونکې میلادي میاشت کې له وسټنډیز او استرالیا سره هم په عمان یا اماراتو کې لوبې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 142207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com