له طالبانو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د جبهې ویاند او افغان خبریال فهیم دشتي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې فهیم دشتي تېره شپه د دغه جبهې له یوه مهم قوماندان جنرال عبدالودود ذره سره یو ځای وژل شوی دی.
راپورونه وايي، دشتي په لومړي سر کې سخت ټپي شوی و چې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
فهیم دشتي د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله خوریی او جنرال عبدالودود ذره بیا د شمال د مقاومت د مخکني مشر احمد شاه مسعود خوریی دی.
دشتي په ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر ۹ مه په هغه ځانمرګي برید کې هم سخت ټپي شوی و، چې پر ملي قهرمان احمد شاه مسعود وشوه.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره دشتي تر وروستی په حکومت کې دنده ونه کړه او مخه یې خبریالی ته کړه.
د دشتي وژل کېدو په خواله رسنیو غبرګونونه راپارولي او دا یې د افغانستان د رسنیو په برخه کې یوه ضایعه بللې ده.
جمهور خبري آژانس:کابل