د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسونې مسوولین وایي، طالبانو په افغانستان کې د د خیریه مؤسسو د کاروکونکو د خونديتوب ډاډ راکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په کابل کې د طالبانو د استازو سره کتنې وروسته کړې دي.
دغه نړیواله اداره وایي په ملاقات کې طالب مشرانو د خیریه مؤسسو د کار کوونکو د خوندیتوب او په افغانستان کې خیریه مرستو ته د لاسرسي ضمانت ورکړی.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي، د خیریه مؤسسو کار کوونکي که نارینه وي یا ښځینه په آزاده توګه به د ګرځیدو راګرځیدو ضمانت ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټن ګریفیش چې له څو ورځو راهیسې کابل کې د طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی، ویلي، دغه نړیواله ادراه په "بې پرې او خپلواکه توګه د بشري مرستو رسولو ته ژمنه ده.
نوموړي په ټولو خواوو غږ کړی چې د مېرمنو د حقونو او خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د طالبانو او ټولو خواوو نه غوښتي و چې د خلکو د ژوندانه د ژغورلو او بشري مرستو رسیدو په خاطر دې پوره احتیاط نه کار واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل