ملګري ملتونه وايي، د افغانستان جنوب کې روغتیايي خدمات محدود شوي

15 سنبله 1400 ساعت 10:08

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.


ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د روغتیا برخې په اونیز راپور کې ویل شوي، د اګست له ۲۳ مې تر ۲۹ مې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدمات محدود شوي دي.

دغه راز په راپور کې زیاته شوې، چې د افغانستان په شمال کې ۵۲۹۸۳ کسانو سره بشري مرستې شوې او ۴۹۰ تنه نور د جګړو له امله د مرستې وړ پېژندل شوي دي.

په ورته وخت د ملګرو ملتونو د روغتیايي برخې مسوولین وايي، دوی د افغانستان په ختیځ کې هم د اړمنو کسانو ارزونه پیل کړې، چې لا هم دوام لري.
 
راپور کې زیاته شوې، چې د افغانستان په لوېدیځ کې بیا امنیت نسبتآ ښه دی خو بیا هم په دې حوزه کې ځینې جنايي پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 142243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com