پنجشېر په بشپړه توګه طالبانو ونیوه

15 سنبله 1400 ساعت 10:18

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پنجشېر ولایت بشپړ کنټرول یې تر لاسه کړی او جنګیالي یې په دغه ولایت کې مېشت شوي دي.


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پنجشېر ولایت بشپړ کنټرول یې تر لاسه کړی او جنګیالي یې په دغه ولایت کې مېشت شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې د وږي ۱۵ مه په دغه خبرپاڼه کې ویلي، د ټول هېواد د امنیت لپاره د طالبانو وروستۍ هڅو هم نتیجه ورکړه او پنجشېر په بشپړه توګه فتح شو.

نوموړي په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې یو شمېر یاغیان سخت ځپل شوي او پاتې نور یې په تېښته بریالي شوي او د دغه ولایت خلک د شر او برمته کولو څخه وژغورل شول.

ښاغلي مجاهد د پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړي، چې له دوی سره به هېڅ ډول تبعیضي چلند ونه شي، بلکې ټول یې وروڼه دي او د یوه هېواد او یوه هدف لپاره به په ګډه کار کوي.

نوموړي ویلي«په هېواد کې په وروستۍ فتحې او تلاش سره هېواد په بشپړه توګه د جګړې له چورلج څخه راووت، نور به زموږ خلک آزاده، خپلواک، آباده، ارامه او خوشحاله زندګي ولري.»

طالبانو د پنجشېر د بشپړه نیولو اعلامیه پر داسې مهال ورکوي، چې د مقاومت جبهې، چې مشري یې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود کوي تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com