۰

روسیه: که د افغانستان نوی حکومت ټولشموله و، په مراسمو کې یې ګډون کوو

سی شنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، که د طالبانو له خوا په افغانستان کې ټولشموله حکومت اعلان شي، دوی به یې د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
روسیه: که د افغانستان نوی حکومت ټولشموله و، په مراسمو کې یې ګډون کوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، که د طالبانو له خوا په افغانستان کې ټولشموله حکومت اعلان شي، دوی به یې د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، دوی د حکومت جوړولو د هغې پروسې ملاتړ کوی، چې د طالبانو او پر پښتنو سربېره د نورو قومي ډلو لکه هزاره ګانو، ازبکانو او تاجکانو په شمول د افغان ټولنې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ټینګار کړي، چې یوازې یو ټولشموله حکومت نوي ژوند ته سم انتقال تضمینولی شي.

نوموړي زیاته کړې«که دا یقیني شي، باور لرم چې موږ به په ګډه په دې مراسمو کې له نورو هېوادونو سره چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لري او مراسمو ته بلل شوي دي، ګډون وکړو.»

لاوروف تایید کړه، چې روسیې ته د افغانستان د نوي حکومت په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو ترکیې، چین، قطر، پاکستان، ایران او روسیې ته بلنه ورکړې ده چې د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبان وایي، کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې نوی ټولشموله حکومت اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي