د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، امریکا تمه لري، چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن چې د دوحې په سفر بوخت دی، ویلي، دوی په دې تمه دي، چې طالبان په ټولو برخو کې په تېره بیا امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي.
د یادونې ده، چې بلېنکن دا مهال دوحه کې دي، چې ټاکل شوې د قطري چارواکو تر څنګ له طالب استازو سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.
د دې لیدنو تر ټولو مهمه برخه به له افغانستان په نورماله توګه د نړیوالو پروازونو پیلېدل او همدا راز د روان وضعیت ارزول وي.
د دې تر څنګ د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې دی او دوی به په قطر کې له مېشتو افغان کډوالو سره ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل