۰

ترکیه:د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو کې بیړه نه کوو

سی شنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۵
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، هېواد به یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه کې بېړه ونه کړي.
ترکیه:د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو کې بیړه نه کوو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، هېواد به یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه کې بېړه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوغلو په یوه تلوېزیوني مرکه کې ټینګار کړی، چې ترکیه له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې له احتیاطه کار اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان نوی حکومت باید ټولشموله وي، ښځو او قومي اقلیتونو ته وزارتونه ورکړل شي.

دی وايي، نړیواله ټولنه باید انتظار وباسي او مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني باید وګوري چې طالبان څه کوي.

چاوش اوغلو وویل«له بیړې څخه کار اخیستو ته اړتیا نه شته، دا ټولې نړۍ ته زموږ سپارښتنه ده، موږ به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه اقدام کوو.»

ترکیه پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې روسیې بیا ویلي، که طالبان ټولشمونه حکومت جوړ کړي او په خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی به یې په رسمیت وپېژني او د حکومت د اعلانېدو په مراسمو کې به یې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي